د جمهور خبري آژانس مرکز 21 سرطان 1399 ساعت 9:29 http://jomhornews.com/ps/news/129384/ -------------------------------------------------- سرليک : ننګرهار کې د ملي هوايي ډګر د بنسټ ډبره کېښودل شوه -------------------------------------------------- ننګرهار ولایت کې د ملکي هوايي ډګر د بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې د چارواکو په وینا تر راتلونکو درې کلونو پورې به جوړ شي. متن - منځ : ننګرهار ولایت کې د ملکي هوايي ډګر د بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې د چارواکو په وینا تر راتلونکو درې کلونو پورې به جوړ شي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه هوايي ډګر د بنسټ ډبره پرون جمعه د چنګاښ ۲۰ مه د ملکي هوايي چلند ادارې له خوا اېښودل شوې، چې له ۳۶ تر ۴۰ میلیون ډالر پورې لګښت پرې راځي. د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مشر قاسم وفايي زاده د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ په ګمبیري ډاګ سیمه کې د هوايي ډګر د بنسټ ډبرې ایښودلو پر مهال خبریالانو ته وویل، چې دغه هوايي میدان به په دریو پړاوونو کې جوړېږي. د نوموړي په وینا، لومړی به یې احاطه او امنیتي چارې وي، دویم پړاو رنوې او دریم پړاو به یې د یو ترمینل جوړېدل وي. وفايي زاده وايي، د میدان تر ګټې اخیستنې پورې له ۳۶ څخه تر څلوېښت میلیون ډالر لګښت اټکل شوی دی او نړیوالې الوتنې به هم ترې کېږي. په ورته وخت کې د چارو ادارې مشر محمود فضلي هم ویلي، چې د هوايي ډګر کیفیت ته به ډېر پام کوي او په نړیوال سټنډرډ به جوړېږي. د ننګرهار ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکي او مدني فعال عبد الرحمن معاون وویل چې د کار کیفیت ته دې پام وشي او هېله یې دا ده چې په ټاکلي وخت یې چارې سر ته ورسېږي. دوی وویل چې د سیمې خلک به د دغو کارونو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي. جمهورخبري آژانس:ننګرهار