د جمهور خبري آژانس مرکز 30 اسد 1398 ساعت 9:06 http://jomhornews.com/ps/news/119583/ -------------------------------------------------- پاکستاني رسنۍ: سرليک : د بلوچستان کچلاغ کې د برید موخه د طالبانو مشر ملا هیبت الله وو -------------------------------------------------- پاکستاني رسنیو افشا کړې، چې د بلوچستان ایالت د کچلاغ په یوه جومات او مدرسه کې د شوي برید اصلي موخه د طالبانو مشر ملا هیب الله اخندزاده وو. متن - منځ : پاکستاني رسنیو افشا کړې، چې د بلوچستان ایالت د کچلاغ په یوه جومات او مدرسه کې د شوي برید اصلي موخه د طالبانو مشر ملا هیب الله اخندزاده وو. د جمهور آژانس د خبر له مخې د روانې میلادي اګست میاشتې په ۱۶ مه نېټه د بلوچستان ایالت د کچلاغ د یوې مدرسې په جومات کې ځانمرګی برید وشو. په دغه برید کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده ورور حافظ احمدالله او یو شمېر نور کسان و وژل شول او لږ تر لږه ۲۲ تنه نور ټپیان شول. برید په دقیق ډول د وزیر آباد سیمه کې په هغه جومات کې وشو، چې ویل کېږي یو وخت په کې د طالبانو اوسنی مشر ملا هبت الله اخندزاده هم امامت کولو. اوس پاکستاني رسنیو ویلي، چې د اګست د شپاړسمې د برید اصلي موخه هم ملا هبت الله اخندزاده و او ګمان کېده، چې په دې ورځ هغه هم هلته وي. د دې برید مسوولیت د طالبانو جلا شوې د ملا محمد رسول ډلې پر غاړه واخیست، خو د پاکستان امنیتي سرچینې باور لري، چې برید داعش یا د اسلامي دولت خراسان څانګې کړې. جمهورخبري آژانس:کابل