د جمهور خبري آژانس مرکز 23 اسد 1398 ساعت 13:23 http://jomhornews.com/ps/news/119385/ -------------------------------------------------- سرليک : کابل کې د حقاني شبکې یو غړی نیول شوی دی -------------------------------------------------- کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو پلازمېنه کابل کې د حقاني شبکې یو مهم غړی نیولی دی. متن - منځ : کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو پلازمېنه کابل کې د حقاني شبکې یو مهم غړی نیولی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن چهارشنبې د زمري ۲۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د حقاني شبکې دغه غړۍ د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند سیمه کې نیول شوی دی. سرچینه زیاتوي، ځانګړو پولیسو په یاده سیمه کې عملیات کړي، چې پر مهال یې د سرادار محمد مشور په خلیفه داود په نوم د حقاني شبکې یو مهم غړی ونیوه. کورنیو چارو وزارت وايي، نیول شوي کس د وسله والو لپاره د وسلو، مهماتو او تجهیزاتو برابرولو مسوولیت په غاړه درلود. تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:کابل