د جمهور خبري آژانس مرکز 1 جوزا 1399 ساعت 11:23 http://jomhornews.com/ps/news/128060/ -------------------------------------------------- طالبان: سرليک : د سولې پروسه باید د دوحې له هوکړې سره سمه مخ ته ولاړه شي -------------------------------------------------- طالب استازو په تازه څرګندونو کې ویلي، د افغانستان د سولې پروسه باید دوحه کې له امریکا سره د شوې هوکړې د کړنلارې سره سمه مخ ته ولاړه شي. متن - منځ : طالب استازو په تازه څرګندونو کې ویلي، د افغانستان د سولې پروسه باید دوحه کې له امریکا سره د شوې هوکړې د کړنلارې سره سمه مخ ته ولاړه شي. د جمهور آژانس د خبر له مخې طالب استازو زیاته کړې، چې له دې پرته د سولې پروسې پر وړاندې بل هر ډول کړنلاره رامنځ ته کول او یا جوړول په اصل کې د سولې پر وړاندې د خنډ رامنځ ته کول دي. طالب ویاند شهیل شاهین نن پنشنبې د غبرګولي اوله په یوه لنډ ټوېټ کې ویلي، چې ملا عبدالغني برارد په تېرو ورځو کې له خلیلزاد سره پرلپسې ناستو کې د سولې هوګړې د بشپړ عملي کولو پر څرنګوالي مفصلې خبرې کړې دي. دی وايي، په دغه ناستو کې د سولې پروسې پر ګړندي کولو مفصلې خبرې وشوې او ملا برادر و ویل، چې د افغانستان د سولې حل د شوې هوکړې په بشپړ عملي کېدو کې دي. شاهی ویلي د زندانیانو خلاصون هم بین الاافغاني مذاکراتو ته لار هواري، له هوکړې پرته د نورو کړنلارو رامنځ ته کول، د سولې پر وړاندې خنډونه دي، اوس هم د سولې پروسې ته زیان رسېدلی، که نور هم وځنډېږي نور زیان به هم وکړي. که څه هم د شاهین په دغه ټوېټ کې په واضح ډول د نورو کړنلارو په اړه وضاحت نه دی ورکړل شوي، خو ښايي اشاره یې له ولسمشر غني او عبدالله سره د خلیلزاد لیدنې ته وي. ارګ ویلي، دغه لیدنه کې دواړو لورو د سولې پر وروستیو اقداماتو خبرې وکړې او دغه راز یې له مخامخ خبرو وړاندې د اوربند یا تاوتریخوالی د کمولو باندې ټینګار وکړ. خلیلزاد ویلي، چې دغه موضوع به له طالبانو سره شریکه کړي. جمهورخبري آژانس:کابل