د جمهور خبري آژانس مرکز 5 جوزا 1398 ساعت 10:34 http://jomhornews.com/ps/news/116766/ -------------------------------------------------- سرليک : سیمه ییز چارواکي: پکتیکا کې ۲۶ طالبان وژل شوي دي -------------------------------------------------- د پکتیکا سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۲۶ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. متن - منځ : د پکتیکا سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۲۶ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. د جمهور آزانس د خبر له مخې افغان ځواکونو تېره شپه د برمل ولسوالۍ په علي مست او د ګیان ولسوالۍ په زاړه ګیان، خواجه خېلو او مکړ کلیو کې شپني عملیات کړي. د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین وايي، د برمل په علي مست کلي کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ طالبان وژلش وي او پنځه نور ژوندي نیول شوي دي. دغه رزا نوموړي زیاته کړه، چې ۱۶ نور وسله وال طالبان بیا د ګیان ولسوالۍ په زاړه ګیان، خواجه خېلو او مکړ کلیو کې د عملیاتو پر مهال وژل شوي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو افغان ځواکونو د اروګون ولسوالۍ د پيرکوتي سیمه کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده. جمهورخبري آژانس:کابل