د جمهور خبري آژانس مرکز 1 سرطان 1398 ساعت 9:09 http://jomhornews.com/ps/news/117567/ -------------------------------------------------- سرليک : هند:په ترافیکي پېښه کې ۴۴ تنه وژل شوي دي -------------------------------------------------- هند کې یوه کړنګ ته د یوه بس موټر د غورځېدو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۴ تنه وزل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. متن - منځ : هند کې یوه کړنګ ته د یوه بس موټر د غورځېدو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۴ تنه وزل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې هندي پولیس وايي، پېښه د هند د غرني هیماچل پردېش ایالت سیمه کې رامنځته شوې ده. د دوی په وینا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د سورلۍ بس موټر په یاده سیمه کې په یوه کږلېچ کې له لارې ووت او ګړنګ ته ولېدو. په موټر کې سپاره کسان له کارونو او ښوونځیو کورونو ته روان وو، چې موټر یې تر ګړنګ ولوېد. هندي پولیس وایي، په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۴ تنه وژل شوي دي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. جمهورخبري آژانس:کابل