د جمهور خبري آژانس مرکز 23 جدی 1398 ساعت 14:05 http://jomhornews.com/ps/news/124028/ -------------------------------------------------- سرليک : ولسي جرګې د سوداګرۍ وزارت بودجه تعلیق او د وزیر امضا یې ناچله وبلله -------------------------------------------------- ولسي جرګې د یوې مصوبې په صادرولو سره د سوداګرۍ وزارت بودجه تعلق او د دغه وزارت د وزیر لاسلیک یې بې اعتباره کړ. متن - منځ : ولسي جرګې د یوې مصوبې په صادرولو سره د سوداګرۍ وزارت بودجه تعلق او د دغه وزارت د وزیر لاسلیک یې بې اعتباره کړ. د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرګې غړي وايي، دا کار یې ولسي جرګې ته د دغه وزارت د وزیر د نه حاضرېدو له امله کړی دی. د جرګې غړي وایي، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د سوداګرۍ وزیر احمل احمدي جرګې ته ځواب ویلو لپاره ورغواړي، خو تر اوسه هغه نه دی حاضر شوی. له همدې امله ولسي جرګې د نن دوشنبې مرغومي ۲۳ مې په عمومي غونډه کې د سوداګرۍ او صنایع وزارت بودجه وځنډوله او د یوې مصوبې په صادرولو سره یې د اجمل احمدي امضا سر له نن ورځې ناچله وبلله. د جرګې رییس میررحمان رحماني و ویل، ولسمشر د ملي شورا د کار په پیل سره ژمنه کړې وه، چې هر شپږ میاشتې وروسته به خپله جرګې ته ورځي او ځوابونه به وایي، خو اوس حالت داسې دي، چې ولسمشر څه ان د کابینې وزیران یې ځواب ویونکي نه دي. نوموړي زیاته کړه، چې دغه وضعیت به خطرناکې او ناوړه پایلې ولري او د دې ډولو بې بندوبارۍ مسوول حکومت دی. له دې سره رحماني جرګې ته وړاندیز وکړ، چې سر له نن ورځې اجمل احمدي د سوداګرۍ وزارت د سرپرست په توګه په رسمیت نه پېژني او هر قرارداد او مقرري یې جرم او د دغه وزارت بودجه هم په ځوړنډ حالت کې ځای لري. د ولسي جرګې د رییس دغه وړاندیز رای ګیرۍ ته وړاندې شوې، چې په مجلس کې د ۱۳۱ حاضرو وکیلانو له خوا د رایو په اتفاق سره تصویب شو. جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني