د جمهور خبري آژانس مرکز 26 جدی 1398 ساعت 8:46 http://jomhornews.com/ps/news/124127/ -------------------------------------------------- سرليک : افغان او چنایي چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې -------------------------------------------------- د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز او کابل کې د چین سفیر وانګ یو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. متن - منځ : د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز او کابل کې د چین سفیر وانګ یو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لیدنه پرون چهارشنبې د مرغومي ۲۵ مه کابل کې شوې او دواړو لورو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی. د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ویلي، چین هېڅکله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې او تل یې له افغانانو سره په خیریه کارونو کې پام وړ مرستې کړې دي. د یادونې ده، چې په دې لیدنه کې دغه راز د اړوندو مرستندويه پروژو د پلې کولو تړون هم لاسليک شوی دی. جمهورخبري آژانس:کابل