د جمهور خبري آژانس مرکز 1 اسد 1398 ساعت 14:45 http://jomhornews.com/ps/news/118629/ -------------------------------------------------- سرليک : پکتیکا کې موټر بم چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده -------------------------------------------------- امنیتي چارواکي وایي، پکتیکا ولایت کې موټر بم چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي. متن - منځ : امنیتي چارواکي وایي، پکتیکا ولایت کې موټر بم چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن سه شنبې د زمري لومړۍ نېټه د پکتیکا مرکز ښرنې اړوند د پتې په سمیه کې شوې ده. د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين د برید هدف د مټاخان ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالودود اندړ و، چې له بریده روغ وتلی دی. نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او د قوماندان درې ساتونکي ټپیان شوي دي. د هغه په وینا په وژل شویو کسانو کې یوه ۱۰ کلنه ماشومه ده. بل خوا ځينې سرچینې وايي، په چاودنه کې د مټاخان امنیه قوماندان هم ټپي شوی او دا مهال د ښرنې په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دی. تر اوسه معلومه نه ده، چې دا موټر بم ځانمرګی و که څنګه خو د پکتیکا چارواکي وایي، په دې اړه به وروسته جزیات ورکړي. دا په داسې حال کې ده، چې د پکتیکا په ګاونډ پکتیا ولایت ولایت کې هم موټر بم چاودنې د زرمت لپاره د سیمه ییزو پولیسو قوماندان عزیزالله وواژه او شپږ نور کسان یې ټپیان کړل. جمهورخبري آژانس:پکتیکا