د جمهور خبري آژانس مرکز 19 جوزا 1398 ساعت 11:03 http://jomhornews.com/ps/news/117125/ -------------------------------------------------- سرليک : هلمند:د موټر چپه کېدو پېښه کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د یوې ترافیکې پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د یوې ترافیکې پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن یکشنبې د غبرګولي ۱۹ مه د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې یو موټر نهر ته لوېدلی دی. د ګریشک ولسوال مولاداد توبګار وايي، دغه کسان له یوه واده څخه خپل کور ته روان و، چې مازدا موټر یې د بغرا نهر ته ولېدوه. د هغه په خبره په دې پېښه کې موټر چلوونکی، پنځه ماشومان او ښځې مړه شوي او شپږ تنه نور ژوبل شوي دي. نوموړي د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل د موټر چلوونکی بې احتیاطي بللې ده. جمهورخبري آژانس:هلمند