د جمهور خبري آژانس مرکز 23 سرطان 1398 ساعت 11:16 http://jomhornews.com/ps/news/118278/ -------------------------------------------------- سرليک : کابل کې د داعش یو غړی نیول شوی دی -------------------------------------------------- کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د داعش ترهګرۍ ډلې د یوه غړي د نیول کېدو خبر ورکړی دی. متن - منځ : کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د داعش ترهګرۍ ډلې د یوه غړي د نیول کېدو خبر ورکړی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د چنګاښ ۲۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه کس د داعش ترهګرې ډلې لپاره د اسانتیاوو برابروونکی دی. کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، نیول شوی کس جمعه خان نومېږي او نن سهار د کابل ښار د سپاړسمې ناحیې له اړوند سیمې د ملي پولیسو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی دی. وزارت ټینګار کړی، چې دغه کس د داعش ترهګرې ډلې لپاره لوژېستیکي اسانتیاوې برابرولې. جمهورخبری آژانس:کابل