د جمهور خبري آژانس مرکز 20 جوزا 1398 ساعت 11:52 http://jomhornews.com/ps/news/117170/ -------------------------------------------------- سرليک : فراه کې د یوه جومات ملا امام ۱۱ تنه وژلي دي -------------------------------------------------- د فراه د ولایتي شورا چارواکي وايي، دغه ولایت کې د یوه جومات ملا امام د دریو کورنیو پر غړو ناتار ډزې کړې او ۱۶ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. متن - منځ : د فراه د ولایتي شورا چارواکي وايي، دغه ولایت کې د یوه جومات ملا امام د دریو کورنیو پر غړو ناتار ډزې کړې او ۱۶ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې د فراه د ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي ویلي یاده پېښه تېره ورځ (یکشنبې د غبرګولي ۱۹ مه) د خاک سفید ولسوالۍ په اړونده سیمه کې رامنځ ته شوې ده. نوموړي زیاته کړې، دې سیمه کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې ده یو جومات ملا آمام د دریو کورنیو پر غړو ډزې کړې دي او ۱۶ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د هغه په وینا په دغه پېښه کې ۱۱ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي، چې په وژل شویو کسانو کې ۷ مېرمنې او دوه ماشومان هم شامل دي. د فراه د ولایتي شورا مرستیال شاه محمد نعیمي وايي، تر اوسه د پېښې لامل نه دی معلوم شوی. جمهورخبري آژانس:فراه