د جمهور خبري آژانس مرکز 31 سرطان 1399 ساعت 14:03 http://jomhornews.com/ps/news/129771/ -------------------------------------------------- سرليک : د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سړک جوړې ۲۲ پروې پلې کوي -------------------------------------------------- د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لارو جوړولو ملي پروګرام له لارې د نږدې ۷۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل. متن - منځ : د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لارو جوړولو ملي پروګرام له لارې د نږدې ۷۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل. د جمهور آژانس د خبر له مخې د کلیو پراختیا سرپرست وزیر مجب الرحمان کریمي نن سه شنبې د چنګاښ ۳۱ مه د دغه تړون د لاسلیک پر مهال وویل چې د دغو ۲۲ پروژو په پلي کېدو سره به یو شمېر کلیوالي سیمو ته د تګ راتګ لارې جوړې شي. همدارنګه نوموړي د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د نږدې دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۰۰ هغو پروژو په اړه چې د پلي کېدو په حال کې دي هم رسنیو ته معلومات ورکړل. د کریمي په وینا په دغو پروژو کې یوه هم د پامیر بدخشان لار ده چې ۶۰ کیلومتره جوړه شوې او د ۴۸ کیلومتره نورو د جوړېدو تړون هم لاسلیک شوی. نوموړي زیاته کړه، چې د دې سړک په جوړېدو سره به د پامیر ولسوالۍ سړک د بدخشان له فیض اباد سره ونښلول شي. د یادونې ده چې د دې لارو په جوړېدو سره به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او راز به تګ راتګ هم اسانه او له کلیو ښارونو ته د وړو سوداګرو لپاره هم اسانتیاوې برابرېږي. جمهورخبري آژانس:کابل