د جمهور خبري آژانس مرکز 12 جدی 1397 ساعت 9:05 http://jomhornews.com/ps/news/111978/ -------------------------------------------------- سرليک : چین پاکستان ته دوه میلیارد ډالر په پور مرسته ورکوي -------------------------------------------------- پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې چین به ډېر ژر پاکستان ته دوه میلیارد ډالر مرسته په پور ورکړي. متن - منځ : پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې چین به ډېر ژر پاکستان ته دوه میلیارد ډالر مرسته په پور ورکړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې رسنۍ زیاتوي، چین به دغه مرسته د پاکستان د پیسو د ثبات او دغه راز د اقتصادي ودې په موخه ورکړي. چین دغه ګام پر داسې مهال اخلي چې په دې وروستیو کې پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله ګڼو اقتصادي ستونزو او نړیوالو فشارونو سره مخ دی. همدا اقتصادي ستونزې او نړیوال فشارونه د دې لامل شوي، چې د پاکستانۍ کلدارې ارزښت تر دې کچې ولوېد چې په تاریخ کې یې ساری نه لیدل شوی. پاکستان د همدې اقتصادي ستونزو او د پیسو ارزښت د کنټرول په موخه هلې ځلې پیل کړې، چې د پیسو له نړیوال صندوق څخه یې هم مرسته وغوښته، خو هغوی د اصلاحاتو تر راوستو او پخوانیو حسابونو تر چاڼ کولو پورې د پیسو له ورکړې انکار وکړ. خو په دې وروستیو کې سعودي عربستان ورسره د ۶ ملیارد او چین ورسره د دوه ملیارد ډالرو مرستې او پور ژمنه کړې ده. جمهورخبري آژانس:کابل