د جمهور خبري آژانس مرکز 11 میزان 1398 ساعت 9:05 http://jomhornews.com/ps/news/120978/ -------------------------------------------------- بغلان: سرليک : د ولایتي شورا د مرستیال او پولیسو د یوه قوماندان تر منځ نښته شوې -------------------------------------------------- کورنیو چارو وزارت تایید کړه، چې د بغلان د ولایتي شورا د مرستیال او پلخمري د سیمه ییزه پولیسو د یوه قوماندان امین اکاخېل تر منځ وسله واله نښته شوې ده. متن - منځ : کورنیو چارو وزارت تایید کړه، چې د بغلان د ولایتي شورا د مرستیال او پلخمري د سیمه ییزه پولیسو د یوه قوماندان امین اکاخېل تر منځ وسله واله نښته شوې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، دغه نښته پرون چهارشنبې د تلې ۱۰ مه ماښام مهال رامنځ ته شوې. نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په نښته کې د ولایتي شورا مرستیال او د پولیسو قوماندان ټپیان شوي او دغه راز د سیمه ییزه پولیسو د همدې مشر ورور وژل شوی دی. د هغه په وینا د نښتې لامل تر اوسه نه دی معلوم، او د کورنیو چارو د وزارت د یوه مرستیال په مشرۍ پلاوی د مسئلې د څېړنې لپاره ټاکل شوی دی. جمهورخبري آژانس:کابل