د جمهور خبري آژانس مرکز 19 حمل 1399 ساعت 10:12 http://jomhornews.com/ps/news/126693/ -------------------------------------------------- الېس ویلز: سرليک : نړیوال نړیوال ملاتړي په افغانستان کې له روان وضعیت ناهیلي دي -------------------------------------------------- د سویلي او مرکزي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الېس ویلز وايي، نړیوال ډونران په افغانستان کې له روان وضعیت نه ناهیلي شوي دي. متن - منځ : د سویلي او مرکزي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الېس ویلز وايي، نړیوال ډونران په افغانستان کې له روان وضعیت نه ناهیلي شوي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن وېلز دغه څرګندونې پرون دوشنبې د وري ۱۸ مه په خپل ټوېټر پاڼه کړې دي. نوموړې لیکليپه داسې حال کې چې نړۍ د کرونا ویروس او د هغه د ویجاړونکو اقتصادي اغېزو تر فشار لاندې ده، مرسته کوونکي له هغو پروګرامونو او خصوصي مسایلو چې د افغانستان د خلکو د سوکالۍ په وړاندې مطرح کېږي، ناهیلې او ستړي شوي دي. مېرمن ویلز دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ لا هم سیاسي لانجې پر ځای پاتې دي. که څه هم امریکا او یو شمېر افغان سیاسیون د دغه سیاسي بحران د حل لپاره منځګړیتوب وکړ، خو پایله یې ورنه کړه. تر هغې وروسته د امریکا د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي جنجالونو له دوام څخه اندېښنه وښوده او له افغانستان سره یې خپله یومیلیارد ډالر مرسته بنده کړه. جمهورخبري آژانس:کابل