د جمهور خبري آژانس مرکز 29 جوزا 1398 ساعت 10:10 http://jomhornews.com/ps/news/117495/ -------------------------------------------------- سرليک : کندهار کې یو کس خپل مور او دوه وروڼه وژلي دي -------------------------------------------------- سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، کندهار ولایت کې یو کس خپله مور او دوه ناسکه وروڼه د ټوپک په ډزو وژلي دي. متن - منځ : سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، کندهار ولایت کې یو کس خپله مور او دوه ناسکه وروڼه د ټوپک په ډزو وژلي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون دوشنبې د غبرګولي ۲۸ مه د کندهار ولایت په تخته پل ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د کندهار د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، یو کس په خپله مور او دوه ناسکه ورڼو ډزې کړې او وژلي یې دي، خو تر اوسه یې لامل نه دی معلوم. د چارواکو په وینا سیمې ته پولیس ورغلي او پلټنې روانې دي. بل خوا د سیمې خلک وایي، پېښه د کورنیو ستونزو له امله رامنځ ته شوې ده. جمهورخبري آژانس:کندهار