د جمهور خبري آژانس مرکز 1 عقرب 1397 ساعت 10:21 http://jomhornews.com/ps/news/109494/ -------------------------------------------------- سرليک : نورستان او غور کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي -------------------------------------------------- ملي دفاع وزارت وايي، نورستان او غور ولایتونو کې د مخامخ جکړې او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي. متن - منځ : ملي دفاع وزارت وايي، نورستان او غور ولایتونو کې د مخامخ جکړې او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن سه شنبې د لړم اوله په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د ځوابیه برید پر مهال ۱۴ وسله وال طالبان وژلي او د هغوی یوه اندازه وسلې او مهمات یې تر لاسه کړي دي. بل خوا سرچینه زیاتوي، چې د غور ولایت په دولینه ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال ۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي. خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:کابل