د جمهور خبري آژانس مرکز 5 حمل 1398 ساعت 9:44 http://jomhornews.com/ps/news/114759/ -------------------------------------------------- سرليک : ننګرهار کې چاودنې شپږ ملکي وګړي ټپیان کړل -------------------------------------------------- په ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله شپږ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي، چې ټول ښځې او ماشومان دي. متن - منځ : په ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله شپږ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي، چې ټول ښځې او ماشومان دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن دوشنبې د وري ۵ مه سهار مهال د مرکز جلال آباد ښار د لومړی ناحیې اړوند سیمه کې کامران پلازا ته څېرمه د یوه شخصي معاینه خونې مخې ته شوې ده. عیني شاهدان وايي، چاودېدونکي توکي د معاینه خونې مخې ته ځای پر ځای شوی و، چې د چاودنې له امله یې درې ښځې او درې ماشومان ټپیان شوي دي. دوی وايي، ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي. تر اوسه د ننګرهار چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم مسوولیت چا اخیستی. جمهورخبري آژانس:ننګرهار