د جمهور خبري آژانس مرکز 21 سرطان 1397 ساعت 13:41 http://jomhornews.com/ps/news/106253/ -------------------------------------------------- سرليک : ولسمشر غني له ازربایجانه افغانستان کې د تیلو د استخراج غوښتنه کړې -------------------------------------------------- افغان ولسمشر له خپل ازربایجاني سیال الهام علی اوف نه غوښتي، چې هېواد یې افغانستان کې پانګونه وکړي. متن - منځ : افغان ولسمشر له خپل ازربایجاني سیال الهام علی اوف نه غوښتي، چې هېواد یې افغانستان کې پانګونه وکړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني او ښاغلي علي اوف بروکسیل کې د ناټو مشرانو د غوندې په څنډه کې یو له بل سره لیدلي دي. دواړو لورو پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې اترې کړې او ولسمشر غني له علي اوف نه غوښتي، چې هېواد یې د افغانستان د پرمختګ له پاره په بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړي. ښاغلي غني زیاته کړې، چې افغانستان د تېلو او نورو موادو لوی کانونه لري او اذربایجان کولی شي له خپلو تجربو په استفادې دلته پانګونه وکړي. افغان ولسمشر په ځانګړي ډول د تیلو د استخراج په برخه کې د ازربایجان د پانګونې غوښتنه کړې ده. ولسمشر غني همدا راز ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې بللې دي او د لا پراختیا لپاره یې پر هڅو ټینګار کړی دی. په ورته وخت کې د ازربایجان ولسمشر علي اوف هم په بېلو برخو کې له افغانستان سره د مرستو پر دوام ژمنه کړې ده او د افغانستان ثبات یې د ټولې سیمې د پرمختګ لپاره مهم بللی دی. د یادونې وړ ده، چې ولسمشر غني د ناټو د غونډې په ترڅ کې د اورپايي ټولنې د بهرني سیاست له مشرۍ، د فرانسې له ولسمشر امانول مکرون او ځینو نورو مشرانو سره هم لیدنې کتنې کړې دي. جمهورخبري آژانس:کابل