د جمهور خبري آژانس مرکز 3 عقرب 1399 ساعت 10:04 http://jomhornews.com/ps/news/132759/ -------------------------------------------------- د بښنې نړیوال سازمان: سرليک : نړیوال باید د افغانستان وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي -------------------------------------------------- د بښنې نړیوال سازمان، له بین الافغاني خبرو سره هم مهاله په افغانستان کې روانه خونړۍ جګړه د جدي اندېښنې وړ بللې ده. متن - منځ : د بښنې نړیوال سازمان، له بین الافغاني خبرو سره هم مهاله په افغانستان کې روانه خونړۍ جګړه د جدي اندېښنې وړ بللې ده. د جمهورآژانس د خبر له مخې د بښنې نړیوال سازمان پر نړیوالو غږ کړۍ، چې د افغانستان وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي. دغه سازمانو ویلي، دوحه کې د سولې له مذاکراتو سره هم مهاله روانه خونړۍ جګړه هره ورځ د افغانانو ژوند اخلي او جګړه تر بل هر وخت خونړۍ شوې ده. سرچینه وایي چې اکټوبر میاشت د افغانانو لپاره خورا خونړۍ وه، چې په وینا یې په کې ۱۸۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۷۰ ټپیان شوي دي. ایمنیسټي انټرنشینل وایي پر نړیوالو غږ کړی چې د افغانستان وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او په دغه هېواد کې د خونړۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره همکاري وکړي. جمهورخبري آژانس:کابل