د جمهور خبري آژانس مرکز 20 قوس 1398 ساعت 8:22 http://jomhornews.com/ps/news/123010/ -------------------------------------------------- سرليک : کابل کې نامعلومه وسله والو دوه کسان وژلي دي -------------------------------------------------- د کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې نامعلومه وسله والو کسانو پلازمېنه کابل ښار کې دوه کسان چې پلار او زوی دي، وژلي دي. متن - منځ : د کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې نامعلومه وسله والو کسانو پلازمېنه کابل ښار کې دوه کسان چې پلار او زوی دي، وژلي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون سه شنبې د لیندۍ ۱۹ مه د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د کارته سه په سیمه کې له غرمې وروسته رامنځ ته شوې ده. کورنیو چارو وزارت وايي، نامعلومه وسله والو کسانو د شپږمې امنیتي حوزې اړوند اتم سړک په سیمه کې د دل آغا په نوم د همدې سیمې د یوه وکیل په موټر باندې ډزې کړې دي. وزارت وايي، په دغه برید کې وکیل دل آغا او د هغه زوی وژل شوي او د پېښې په اړه څېړنې دوام لري. تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی. جمهورخبري آژانس:کابل