د جمهور خبري آژانس مرکز 11 قوس 1398 ساعت 11:17 http://jomhornews.com/ps/news/122714/ -------------------------------------------------- د اروزګان چارواکي: سرليک : طالبانو دوه زده کوونکي او یو بل کس د دولت سره د همکارۍ په تور وژلي -------------------------------------------------- سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په اروزګان ولایت کې د ښوونځي دوه زده کوونکي او یو بل ولسي وګړی د دولت سره د همکارۍ په تور وژلي دي. متن - منځ : سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په اروزګان ولایت کې د ښوونځي دوه زده کوونکي او یو بل ولسي وګړی د دولت سره د همکارۍ په تور وژلي دي. د جمهورخبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د لیندۍ ۱۰مه) د اروزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د دهراود مرستیال امنیه قوماندان جان محمد کریمي وايي، طالبانو دشپې له یوه کور څخه درې تنه چې دوه یې د ښوونځي زده کوونکي دي را ایستلي او وژلي یې دي. د هغه په وینا د یادو زده کوونکو یوه ورور په پولیسو کې دنده درلوده او طالبانو هم د همدې امله هغوی وژلي دي. د دهراود ولسوال عبدالمنان علیزی هم د پېښې پخلی کوي وايي، وژل شوي کسان درې واړه ملکي وګړي دي او په دولت کې یې هېڅ ډول دنده نه درلوده. نوموړي زیاته کړې، چې د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې، خو تر اوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:کابل