د جمهور خبري آژانس مرکز 20 حوت 1397 ساعت 8:18 http://jomhornews.com/ps/news/114308/ -------------------------------------------------- سرليک : د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي -------------------------------------------------- د ملګرو ملتونو امنیت شورا په پام کې لري، چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه غونډه وکړي. متن - منځ : د ملګرو ملتونو امنیت شورا په پام کې لري، چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه غونډه وکړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه غونډه به نن دوشنبې شپه (د کب ۲۰) نیویارک کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې تر سره شي. ټاکل شوې په دغه غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامچي یاماماتو د افغانستان د وروستي وضعیت په اړه بشپړ رپوټ وړاندې کړې. دغه غونډې ته د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب هم ورغلی دی. د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي، ښاغلی محب نیویارک ته رسېدلی او په دغه غونده کې به ګډون وکړي. جمهورخبري آژانس:کابل