د جمهور خبري آژانس مرکز 21 سنبله 1397 ساعت 11:42 http://jomhornews.com/ps/news/108206/ -------------------------------------------------- سرليک : ښايي ټرمپ یو نوی اجرائیه فرمان لاسلیک کړي -------------------------------------------------- ځینو امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښايي یو نوی اجرائیه فرمان صادر کړي. متن - منځ : ځینو امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښايي یو نوی اجرائیه فرمان صادر کړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دغه فرمان پر هغه بنسټونو او بهرنیانو د بندیزونو په اړه دی، چې د امریکا په تېرو ټاکنو کې یې لاسوهنه کړې ده. رویټرز اژانس او وال سټريټ ژورنال ورځپاڼه وايي، ښايي ولسمشر ټرمپ نن سه شنبې د سپټمبر ۱۲ دا فرمان لاسلیک کړي، چې له مخې به یې پر هغه بنسټونو او بهرنیانو بندیزونه ولګول شي، چې د امریکا په تېرو ټاکنو کې یې لاسوهنه کړې ده. یوه امریکايي چارواکي چې نوم یې نه دی یاد شوی رویټرز ته ویلي چې دا بندیزونه په هغو شرکتونو او خلکو لګېږي چې په هک کولو یا د انتخاباتو پر وخت له ځینو نورو لارو په لاس وهنو تورن وي. له دې مخکې د امریکا متحده ایالتونو استخباراتي ادارو ویلی چې روسیې د سایبري او تبلیغاتي کمپاین له لارې د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې لاس وهنه کړې ده. د امریکا امنیتي ادارو ګواښ کړی چې ښايي د کانګرس سږني انتخابات هم چې د نوومبر په شپږمه کېږي د بهرنیانو د لاس وهنې له خطر سره مخ وي. جمهورخبري آژانس:کابل