د جمهور خبري آژانس مرکز 29 حمل 1398 ساعت 9:30 http://jomhornews.com/ps/news/115604/ -------------------------------------------------- سرليک : ای ایم ایف: د پاکستان اقتصاد نور هم د خرابېدو په حال کې دی -------------------------------------------------- د پیسو نړیوال صندوق یا ای اېم اېف وايي، د پاکستان اقتصاد نور هم د خرابېدو په حال کې دی او ښايي په راتلونکو کلونو کې بېخي خراب شي. متن - منځ : د پیسو نړیوال صندوق یا ای اېم اېف وايي، د پاکستان اقتصاد نور هم د خرابېدو په حال کې دی او ښايي په راتلونکو کلونو کې بېخي خراب شي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان ډان ورځپانې د ای اېم اېف د معلوماتو پر بنسټ ویلي، چې د پاکستان د اقتصاد دغه خرابېدونکی حالت به د سیمې پر اقتصاد هم ناوړه اغېر وکړي. د پيسو نړيوال صندوق ویلي چې سږکال به د پاکستان اقتصادي وده دوه اعشاریه نهه سلنه وي چې د عمران خان د حکومت توقعات نه شي پوره کولی. په ورته وخت کې نړیوال بانک ویلي چې پاکستانی حکومت درې اعشاریه څلور سلنه بودجې ته اړتیا لري چې اوسمهال د یاد هېواد اقتصادي وده دوه اعشاریه نهه سلنه ده او ښایي په راتلونکو کلونو کې لا ټيټه شي چې دا د پاکستان لپاره د خطر یو زنګ دی. په راپور کې راغلي، د سیمه ییزې اقتصادي ودې لپاره اړینه ده چې په سیمه کې اقتصادي راکړې ورکړې پراخې او د نویو پالیسیانو جوړولو هڅې ګړندۍ کړل شي. وړمه ورځ هم پاکستانۍ رسنیو خبر ورکړی و، چې یوازې په خیبرپښتونخوا کې له ۳۰۰ زیاتې کارخانې په ټپه ولاړې دي او اقتصاد ته یې لویه ضربه ورکړې ده. جمهورخبري آژانس:کابل