د جمهور خبري آژانس مرکز 22 عقرب 1397 ساعت 8:11 http://jomhornews.com/ps/news/110203/ -------------------------------------------------- سرليک : د بښنې نړیوال سازمان له المان غوښتي، چې افغان کډوال ونه باسي -------------------------------------------------- د المان حکومت پرېکړه کړې، چې افغان کډوال به له دغه هېواد باسي خو د بښنې نړیوال سازمان له دغه هېواده غوښتي، چې افغان کډوالو د ایستلو لړۍ وځنډوي. متن - منځ : د المان حکومت پرېکړه کړې، چې افغان کډوال به له دغه هېواد باسي خو د بښنې نړیوال سازمان له دغه هېواده غوښتي، چې افغان کډوالو د ایستلو لړۍ وځنډوي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د المان حکومت تازه پرېکړه کړې، چې په نږدې ورځو کې یوه ډله نور افغان کډوال هم کابل ته ولېږي. خو د بښنې نړوالې ادارې د المان دغه پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي، د افغانستان د ولسي جرګې تېرو ټاکنو وشوده، چې لا هم دغه هېواد کې امنیتي وضعیت خراب او د افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ دی. دغه ادارې زیاته کړې همدې ته په پام د المان حکومت باید د افغان کډوالو د شړلو لړۍ وځنډوي او پر خپلو پلانونو او پرېکړو له سره غور وکړي. د بښنې نړیوالې ادارې تمه ښودلې، چې د المان حکومت به د دوی غوښتنې ته غوږ کېږدي او د افغان کډوالو ایستلو لړۍ به تر یوې مودې وځنډوي. جمهورخبري آژانس:کابل