د جمهور خبري آژانس مرکز 26 جوزا 1398 ساعت 11:51 http://jomhornews.com/ps/news/117379/ -------------------------------------------------- سرليک : د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف افغانستان ته راغلی -------------------------------------------------- د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د یوه پلاوی په مشرۍ افغانستان ته راغلی او له افغان چارواکو سره به د اقتصادي همکاریو هوګره لیکونه لاسلیک کړي. متن - منځ : د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د یوه پلاوی په مشرۍ افغانستان ته راغلی او له افغان چارواکو سره به د اقتصادي همکاریو هوګره لیکونه لاسلیک کړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې مرادوف نن یکشنبې د غبرګولي ۲۶ مه سهار د تورغندۍ بندر له لارې هرات ولایت ته ورسېدلی دی. راپورونه وايي، نوموړی به د دغه سفر په ترڅ کې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو په برخه کې دوه هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړي. د دې هوکړه لیکونو یو یې د اوسپنې پټلۍ او بل یې د پانګونې د جذب په برخه کې دی چې د هیواد د مالیې او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر او هرات والي په حضور کې به د اړونده مسولینو ترمنځ لاسلیک شي. جمهورخبري آژانس:هرات