د جمهور خبري آژانس مرکز 10 سرطان 1398 ساعت 12:28 http://jomhornews.com/ps/news/117874/ -------------------------------------------------- سرليک : ډاکتر عبدالله بلخ ولایت ته ولاړ -------------------------------------------------- د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله بلخ ولایت ته تللی او هلته به د ګاونډي هېواد ازبکستان د سوداګریزه صنایعو په نندارتون کې ګډون وکړي. متن - منځ : د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله بلخ ولایت ته تللی او هلته به د ګاونډي هېواد ازبکستان د سوداګریزه صنایعو په نندارتون کې ګډون وکړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې اجرائیه ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلی عبدالله نن دوشنبې د چنګاښ ۱۰ مه مزارشریف ښار ته ورسېد او په دغه نندارتون کې به د ازبکستان له لومړي وزیر عبدالله عارف اوف سره وګوري. سرچینه زیاتوي، چې ښاغلی عبدالله به له ښاغلي اوف سره یو ځای د ازبکستان د نندارتون په پرانسته کې وینا وکړي او دغه راز به د بلخ له ملکي او نظامي مسوولینو، مدنې ټولنې، ولایتي شورا، او قومي مخورو سره هم وګوري. جمهورخبري آژانس:کابل