د جمهور خبري آژانس مرکز 10 حمل 1399 ساعت 9:02 http://jomhornews.com/ps/news/126379/ -------------------------------------------------- سرليک : د کرونا ویروس له امله په نړۍ کې د مړو شمېر له ۳۰ زرو واوښت -------------------------------------------------- د وروستیو راپورونو له مخې په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله د وژل شوو کسانو شمېر له دېرشو زرو واوښت. متن - منځ : د وروستیو راپورونو له مخې په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله د وژل شوو کسانو شمېر له دېرشو زرو واوښت. د جمهور آژانس د خبر له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې د کرونا له امله ۳۰۸۷۴ کسه وژل شوي او ۶۶۳۷۴۰ کسه نور په دې ویروس اخته شوي دي. دغه راز ۱۴۲۱۸۳ کسه نور له دې ویروس بېرته رغېدلي هم دي. امریکا د اخته کسانو له اړخه د لېست په سر کې ده، چې تر دې دمه په کې ۱۲۳۷۵۰ کسه په دې ویروس اخته شوي او ۲۲۲۲ کسه یې وژلي دي. ایټالیا بیا دویم ځای لري، چې د اخته کسانو شمېر یې ۹۲۴۷۲ او د وژل شوو شمېر ۱۰۰۲۳ کسه دی. هسپانیا کې ۷۳۲۳۵، جرمني ۷۵۶۹۵، فرانسه ۳۷۵۷۵ او ایران کې ۳۵۴۰۸ کسه په دې ویروس اخته شوي دي. په افغانستان کې هم د دغه ویروس مثبتې پېښې ۱۱۷ تنو ته رسېدلې، چې پنځه تنه ترې روغ شوي او څلور تنه یې وژلي دي. جمهورخبري آژانس:کابل