پایگاه خبرگزاری جمهور 9 سنبله 1396 ساعت 9:37 http://jomhornews.com/fa/news/97567/ -------------------------------------------------- عنوان : ۴۱ سلنه امریکایانو په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور مخالف دي -------------------------------------------------- د هیل نشریې د راپور له مخې یوه نظر پوښتنه ښيي چې ۴۱ سلنه امریکایان په افغانستان کې د امریکا له نظامي حضور سره مخالف دي. متن : د هیل نشریې د راپور له مخې یوه نظر پوښتنه ښيي چې ۴۱ سلنه امریکایان په افغانستان کې د امریکا له نظامي حضور سره مخالف دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه راپور د نظر پوښتنې پر بنسټ لیکل شوي، چې ۴۵ سلنه امریکایانو په افغانستان کې د امریکا د نظامي حضور ملاتړ کړی دی. ۴۱ سلنه خلکو د رد رایه ورکړې ده او پاتې ۱۴ سلنو بیا په دې اړه ممتنع رایه ورکړې ده. دا نظر پوښتنه همدا راز ښيي چې جمهوري غوښتونکي تر دیمکراتونو د افغانستان په اړه د ټرمپ د برنامو ډېر ملاتړ کوي. په نظر پوښتنه کې ۲۴ سلنه امریکایان باوري دي، چې امریکا د افغانستان په جګړه کې بریالۍ ده، خو تر څنګ یې ۴۰ سلنه امریکایان په دې باور دي چې امریکايي ځواکونه به افغان جګړه بایلي. جمهورآژانس:کابل