د جمهور خبري آژانس مرکز 5 میزان 1400 ساعت 10:49 http://jomhornews.com/ps/news/142975/ -------------------------------------------------- سرليک : ترک تباره هېوادونه پر افغانستان غونده کوي -------------------------------------------------- ټاکل شوې د ترک تبار غړو هېوادونو شورا د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه د افغانستان په اړه بېړنۍ غونده جوړه کړي. متن - منځ : ټاکل شوې د ترک تبار غړو هېوادونو شورا د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه د افغانستان په اړه بېړنۍ غونده جوړه کړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، ټاکل شوې دغه ناسته نن دوشنبې د تلې ۵ مه جوړه شوي او خبرې به یې د افغانستان په روان وضعیت راڅرخي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر اوغلو د دغه ناستې تر جوړېدو مخکې له خپل ازبکستاني سیال سره لیدلي او ویلي یې دي، چې هېواد به یې له ازبکستان سره له نېږدې د افغانستان په اړه کار وکړي. د یادونې ده، د ترک تبارو شورا د ترک ژبو هېوادونو د همکارۍ سازمان په نوم هم یادېږي، چې ترکیه، ازبکستان، آذربایجان، قزاقستان او قرغیزستان یې غړي دي. جمهورخبري آژانس:کابل