د جمهور خبري آژانس مرکز 11 حمل 1400 ساعت 12:30 http://jomhornews.com/ps/news/137764/ -------------------------------------------------- سرليک : اروپايي ټولنې ننګرهار کې د واکسیناتورانو وژنه په کلکه غندلې -------------------------------------------------- په افغانستان کې د اروپایي ټولنې دفتر په ننګرهار ولایت کې د درېیو ښځینه واکسیناتورانو وژنه په کلکه وغندله. متن - منځ : په افغانستان کې د اروپایي ټولنې دفتر په ننګرهار ولایت کې د درېیو ښځینه واکسیناتورانو وژنه په کلکه وغندله. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ټولنه وایي، دا پېښه د بشرپالنې د نړیوالو حقونو څخه وېروونکې سرغړونه ده. دغې ټولنې تېرماښام پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د دې پېښې عاملین باید ژر تر ژره محاکمه شي. دوی وایي، روغتیایي کارکوونکي باید په نښه نه شي او د روغتیایي مرکزونو درناوی باید وشي. اروپایي ټولنې دغه راز د افغانستان د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې ټول هېواد کې باید وګړو ته په مساوي ډول د واکسین د تطبیق زمینه برابره شي. د یادونې ده، چې پرون سې شنبې د وري ۱۰ مه په جلال اباد ښار کې درې ښځینه واکسیناتورانې په دوو جلا بریدونو کې ووژل شوې. تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی. جمهورخبري آژانس:کابل