د جمهور خبري آژانس مرکز 27 جوزا 1400 ساعت 9:20 http://jomhornews.com/ps/news/139861/ -------------------------------------------------- سرليک : سکاټ مېلر د اماراتو له ولیعهد سره پر افغان سوله خبرې کړې دي -------------------------------------------------- په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د متده عربي امارتو له ولیعهد سره پر افغان سوله خبرې کړې دي. متن - منځ : په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د متده عربي امارتو له ولیعهد سره پر افغان سوله خبرې کړې دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه لیدنه کې، چې پرون چهارشنبې د غبرګولي ۲۶ مه شوې دواړو لورو په سیمه کې پر روان وضعیت او افغان سوله خبرې وکړې. په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لوریو همدا راز په دې حساسو شرایطو کې پر همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې کړې دي. سرچینه وايي، متحده عربي اماراتو امریکایي لوري ته ډاډ ورکړی چې له دوی سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي په سیمه کې د سولې او ثبات په راوستو کې همکارۍ ډېرې کړي. جمهورخبري آژانس:کابل