د جمهور خبري آژانس مرکز 17 میزان 1400 ساعت 8:18 http://jomhornews.com/ps/news/143361/ -------------------------------------------------- جوزېف بورېل: سرليک : اروپايي ټولنه باید لسګونه زره نورو افغانانو ته هم پناه ورکړي -------------------------------------------------- د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزېف بورېل په تازه څرګندونو کې د دې ټولنې له غړو هېوادونو غوښتي دي چې نورو افغان کډوالو ته پناه ورکړي. متن - منځ : د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزېف بورېل په تازه څرګندونو کې د دې ټولنې له غړو هېوادونو غوښتي دي چې نورو افغان کډوالو ته پناه ورکړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې بورېل پرون جمعه د تلې ۱۶ مه د اسپانیا په پلازمېنه مادرېد کې یوه کنفرانس ته ویلي، پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته شااوخوا ۲۲ زره افغانان چې ژوند یې په خطر کې وو، له افغانستانه اروپا ته لېږدول شوي. نوموړي غوښتنه وکړه چې اروپايي ټولنه دې د لسو او شل زرو ترمنځ نور افغانان ومني. اروپايي ټولنې ویلي، ښايي د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لوی کمېشنر فليپو ګراندي دا غوښتنه چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه دې ۴۲۵۰۰ افغان کډوالو ته د پنځو کلونو په اوږدو کې پناه ورکړي ومنل شي. خو دې ټولنې ټینګار کړی چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه به د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه کوي. دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي امریکايي پلاوی به هم د افغانستان د اسلامي امارت چارواکو سره وګوري او د خبرو یوه مهمه موضوع به یې هم د یو شمېر امریکایانو او افغانانو خوندي ایستل وي. جمهورخبري آژانس:کابل