د جمهور خبري آژانس مرکز 20 جدی 1397 ساعت 8:42 http://jomhornews.com/ps/news/112266/ -------------------------------------------------- ولسمشرغني: سرليک : د ملي یووالي په ټنګښت کې د خبریالانو رول مهم دی -------------------------------------------------- ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان پېژندنې او ملي یووالي په ټنګښت کې د افغان خبریالانو رول مهم وباله او ویې ویل، چې د ملت جوړولو پروسه کې باید د هر افغان مشارکت تامین کړو. متن - منځ : ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان پېژندنې او ملي یووالي په ټنګښت کې د افغان خبریالانو رول مهم وباله او ویې ویل، چې د ملت جوړولو پروسه کې باید د هر افغان مشارکت تامین کړو. د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د مرغومي ۱۹ مه ماښام مهال د ۳۴ ولایتونو له آزادو خبریالانو سره په یوه غونده کې وکړې. ښاغلي غني و ویل چې د خبریالۍ د ستونزمنې دندې انتخاب له هېواد، قانون او ملي ګټو سره د افغان خبریالانو منیه او صداقت ښيي. ولسمشر د څلوېښت کلن بحران او جنګ د پایته رسولو لپاره د سولې د فرهنګ ایجاد مهم وباله او زیاته یې کړه، چې د پایداره سوله لپاره هر ډول قربانیو ته چمتو یو. هغه خپل ویاند محمدهاورن چخانسوري ته لارښوونه وکړه چې د خبریالانو ټول وړاندیزونه او نظریات د ژمنو په جدول بدل او د کابینې غونډې ته وړاندې کړي، ځکه د عملي کولو په برخه کې یې د ټولو ادارو تعهد پکار دی. دغه راز ولسمشر د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ ته لارښوونه کړې، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د تطبیق لپاره دې د عمل پلان جوړ او د ښځینه خبریالانو ځانګړو مسایلوته دې رسیدګي وشي. ولسمشرټبنګار کړی، چې د خبریالانو د ملاتړ صندوق باید سم مدیریت او په عادلانه ډول ووېشل شي او همدارنګه دې دولتي اعلانونو د عادلانه وېش وړاندیز دې د کابینې غونډه کې مطرح شي. ښاغلي غني له خبریالانو وغوښتل چې د خپلو امنیتي مسایلو په اړه مشخص وړاندیزونه دې د ملي امنیت سلاکار سره شریک کړي. افغان ولسمشر زیاته کړه، چې پلټونکي راپورونه به د قانون د حاکمیت عالي شورا کې د بحث په پایله کې طبقه بندي شي. ولسمشر د خپلو خبرو په بل برخه کې د نظام د مشروعیت او د سولې پروسې په برخه کې د ولسمشر د قانوني صلاحیتونو د اعمال لپاره پر وخت د ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه، د فساد ضد مبارزه حیاتي او د ولس مهمه غوښتنه ده، نو غل، غاصب او فاسد چې هیڅ قوم ته منسوب نه دی، دوی ته دې قومي بیمه نه ورکول کېږي. ولسمشر و ویل، چې د خپلواکۍ سلیزه باید په ملي بحث بدله او د عظیم ملي جشن په توګه ونمانځل شي. جمهورخبري آژانس:کابل