د جمهور خبري آژانس مرکز 15 دلو 1398 ساعت 14:52 http://jomhornews.com/ps/news/124713/ -------------------------------------------------- سرليک : اطلاعاتو ته د لاس رسي په پاره په نړیواله کچه د رسنیو د غوښتنو ملاتړ وشو -------------------------------------------------- د افغانستان یو شمېر خپلواکو غږیږو او چاپي رسنیو د حکومت لخوا له خبریالانو سره د معلوماتو پر نه شریکولو نیوکه وکړه او اندېښنه یې پرې وښودله. متن - منځ : د افغانستان یو شمېر خپلواکو غږیږو او چاپي رسنیو د حکومت لخوا له خبریالانو سره د معلوماتو پر نه شریکولو نیوکه وکړه او اندېښنه یې پرې وښودله. د جمهور آژانس د خبر له مخې تر دغه اعتراض وروسته په نړیواله کچه یادې موضوع ته غبرګونونه څرګند شول او په دې برخه کې یې د رسنیو ملاتړ وکړ. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اطلاعاتو ته د لاس رسي په اړه د یادو رسنیو د غوښتنې ملاتړ وکړ. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ اطلاعاتو ته لاس رسی د ډموکراسۍ او د یو هیواد د پرمختګ په برخه کې مهم وباله. اروپايي ټولنې پر خپل ټوېټر ویلي:"اطلاعاتو ته لاس رسی باید په کامله توګه اجرا شي." یوناما هم د حساب ورکول او له فساد سره د مبارزې، ښې حکومتولۍ، د پانګونې ودې او د خلکو د ژوند د کچې لوړولو په برخه کې اطلاعاتو ته لاس رسی مهم بللی دی. د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې شهزاد اکبر هم ویلي چې اطلاعاتو ته لاس رسی یو بشري حق دی او د حکومت لخوا اطلاعاتو ته لاس رسی یې د باور جوړونې په برخه کې مهم بللی دی. د بې پولې خبریالانو سازمان یا RSFهم په یوې اعلامیې کې د افغان حکومت لخوا اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون پر نه عملي کولو باندې انتقاد کړی او هغه یې له خبریالانو سره د حکومت لخوا د کړي ژمنې خلاف کار بللی دی. په افغانستان کې د دغه سازمان مسؤل رضا معیني ویليد افغانستان د وضعیت په نظر کې نیولو سره د ټاکنو کړکېچ او د افغانستان پر خلکو د طالبانو تحملي جګړې ته په کتو اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون په کامله توګه نه اجرا کېدل د منلو نه دي. د افغان حکومت د رسنیو دفتر ویلي چې نن ماځیګر به په دې اړه خبر نظر د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال په ډګه کړي. جمهورخبري آژانس:کابل