د جمهور خبري آژانس مرکز 3 ثور 1398 ساعت 10:57 http://jomhornews.com/ps/news/115786/ -------------------------------------------------- سرليک : د سناتور محمد اصف زوی په وسله وال برید کې وژل شوی دی -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي وايي، سمنګانو ولایت کې د جمعیت ګوند د ولایتي څانګړې مشر او د یوه سناتور زوی په وسله وال برید کې وژل شوی دی. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي وايي، سمنګانو ولایت کې د جمعیت ګوند د ولایتي څانګړې مشر او د یوه سناتور زوی په وسله وال برید کې وژل شوی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون دوشنبې د غوايي ۲ مه ماښام مهال د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې رامنځ ته شوې ده. د سمنګان والي عبدالطیف ابراهیمي وايي، د جمعیت اسلامي ګوند د ولایتي څانګې مشر خالد عظیمي په ایبک ښار کې خپل کور ته نېږدې د نامعلومه وسله والو کسانو تر برید لاندې راغلی او وژل شوی دی. خالد عظیمي د سناتور محمد اصف زویو چې د جمعیت اسلامي ګوند له مشرانو څخه دی. د سمنګانو والي د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل شخصي دښمني په ګوته کړې او ویلي یې دي، چې په دې پېښه کې یو تن برید کوونکی هم وژل شوی دی. جمهورخبري آژانس:سمنګان