د جمهور خبري آژانس مرکز 12 جدی 1398 ساعت 14:42 http://jomhornews.com/ps/news/123688/ -------------------------------------------------- سرليک : ۲۰ افغان پوځیانې هند کې له نظامي زده کړو فارغې شوې -------------------------------------------------- متن - منځ : هندي رسنۍ وايي، د هند د ملي نظامي اکاډمۍ څخه د افغانستان د ملي ځواکونو ۲۰ تنه ښځينه پوځیانې له لنډ مهاله زده کړو فارغې شوې. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه افغان پوځیانو ته د هند په چنايي کې د یوې میاشتې زده کړیز کورس جوړ شوی و. د ټایمز آف انډیا ورځپاڼه لیکلي، د دغو ښځینه سرتېرو روزنه د هند په ملي نظامي اکاډمۍ کې د قوس په ۳مه پیل شوې وه. سرچینه زیاتوي، چې دغه پوځیانو ته د بدني روزنې تر څنګ، د وسلو کارونه، تاکتیکونه، رهبري، معلوماتي ټکنالوژي، د بشري منابعو مدیریت او انګلیسي ور زده کړای شوه. د یادونې ده، چې افغان ځواکونه له دریو پرله پسې کالونو راهیسې د هند په ملي نظامي اکاډمۍ کې روزنه ترلاسه کوي چې تېر کال هم ترې ۱۹ افغانې مېرمنې فارغې شوې وې. جمهورخبري آژانس:کابل