د جمهور خبري آژانس مرکز 4 عقرب 1400 ساعت 13:46 http://jomhornews.com/ps/news/143983/ -------------------------------------------------- چین: سرليک : له افغانستان سره همکارۍکوو، خو په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه نه کوو -------------------------------------------------- د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وايي، هېواد یې له افغانستان سره د ګډو ګټو پر بنسټ هر اړخیزه همکارۍ ته چمتو دی، خو په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه نه کوي. متن - منځ : د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وايي، هېواد یې له افغانستان سره د ګډو ګټو پر بنسټ هر اړخیزه همکارۍ ته چمتو دی، خو په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه نه کوي. د جمهور آژانس د خبر له مخې ښايي يي دغه څرګندونې نن سه شنبې د لړم ۴ مه د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره دوحه کې د لیدنې پر مهال کړې دي. وانګ يي ویلي، هېواد به یې په راتلونکې کې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو پر بنسټ له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. خو په وینا یې چین به هېڅکله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر ډیپلوماتیکو اړیکو، دوه اړخیزې سوداګرۍ او افغان زده کوونکو ته په چین کې د لوړو زده کړو د فرصتونو پر برابرولو خبرې اترې کړې دي. سرچینې د وانګ یې له قوله زیاته کړې چې هېواد یې د افغانستان امنیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري. په پای کې دواړو لوریو هوکړه کړې ده چې په ګڼو برخو کې به د همکاریو د لا پراختیا په موخه په راتلونکي کې ګډې ناستې جوړېږي او یو ګډ میکانیزم به رامنځ ته کېږي. د یادونې ده، چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن سهار د یوه پلاوي په مشرۍ دوحې ته ولاړ او هلته یې د چین له بهرنیو چارو وزیر وانک يي او ورسره پلاوي سره ولیدل. تر مقتي مخکې پرون د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم له وانګ یي او ورسره پلاوي سره د افغانستان په روان وضعیت، بشري مرستو، دوه اړخیزه سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې اترې کړې وې. جمهورخبري آژانس:کابل