د جمهور خبري آژانس مرکز 4 حمل 1400 ساعت 9:14 http://jomhornews.com/ps/news/137557/ -------------------------------------------------- سرليک : اورپايي ټولنې له ترکیې سره پر افغان سوله خبرې کړې دي -------------------------------------------------- د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزېف بورېل د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره د افغان سولې پر بهیر خبرې کړې دي. متن - منځ : د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزېف بورېل د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره د افغان سولې پر بهیر خبرې کړې دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې اروپايي ټولنې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دواړو لورو د افغان سولې په تړوا ترکیه کې پر جوړېدونکي کنفرانس بحث کړی دی. په ټوېټ کې ویل شوي، اروپايي ټولنه د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې د ترټولو ډېرو سرتېرو په لرلو سره په افغانستان کې د سولې د ټینګښت غوښتونکې ده او په دې برخه کې به له افغانان سره ګډ کار وکړي. د اروپايي ټولنې د دغه مشر او ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د خبرو نور جزیات نه دي په ډاګه شوي. جمهورخبري آژانس:کابل