د جمهور خبري آژانس مرکز 22 ثور 1399 ساعت 12:06 http://jomhornews.com/ps/news/127756/ -------------------------------------------------- د جرمونو نړیواله محکمه: سرليک : د امریکا له مخالفت سره، افغانستان کې جنګي جنایتونه څېړو -------------------------------------------------- د جرمونو نړیوالې محکمې یو ځل بیا پرېکړه کړې چې د افغانستان په اړه به خپلو پلټنو ته ادامه ورکوي او دغه لړۍ به نه دروي. متن - منځ : د جرمونو نړیوالې محکمې یو ځل بیا پرېکړه کړې چې د افغانستان په اړه به خپلو پلټنو ته ادامه ورکوي او دغه لړۍ به نه دروي. د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې محکمې ټینګار کړی، چې افغانستان کې به د بهرنیو ځواکونو، افغان پوځیانو او وسله والو طالبانو له لوري د شویو جنګي جنایتونو پلټنې ته دوام ورکوي. د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا د مخالفت له امله د جرمونو نړیواله محکمه اړ شوې وه چې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو څېړنه وځنډوي. خو اوس تازه دغه محکمې ویلي دوی پرېکړه کړې چې بېرته به د جرمونو د څېړنې لړۍ پیلېږي او دوی به په دې برخه کې خپلو تحقیقاتو ته ادامه ورکوي. یادې محکمې ټینګار کړي، سره له دې چې امریکا د دغه جنګي جنایتونو یو لوری دی خو د دغه هېواد له مخالفت سره سره به دوی خپلې څېړنې کوي. جمهورخبري آژانس:کابل