د جمهور خبري آژانس مرکز 25 جوزا 1398 ساعت 14:01 http://jomhornews.com/ps/news/117351/ -------------------------------------------------- سرليک : د هرات په ولایتي شورا کې وسله واله نښته شوې -------------------------------------------------- د هرات ولایت د ولایتي د دوه استازو تر منځ لفظي شخړه په وسله واله نښته اوښتې او د شورا یو غړی په کې ټپي شوی دی. متن - منځ : د هرات ولایت د ولایتي د دوه استازو تر منځ لفظي شخړه په وسله واله نښته اوښتې او د شورا یو غړی په کې ټپي شوی دی. د دغه شورا یو تن غړي مهدي حدید جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې نن شنبې د غبرګولي ۲۵ مه غرمه مهال د شورا د رییس کامران علیزي او یو تن غړي غلام حبیب هاشمي لومړی لفظي شخړه او وروسته وسله واله نښته وشوه. نوموړي زیاته کړه، چې د دغه دواړو وکیلانو د لفظي شخړې سره سم د عليزي ساتونکو له خوا هوايي ډزې وشوې، خو څوک په کې ټپیان نه شول. خو د شورا یو بل غړی عبدالرحمان مرادي هغه مهال چې د جګړې د خلاصولو هڅه یې کوله، په سر د ټوپک په قنداغ لکېدلی او ټپي شوی دی. جمهورخبري آژانس:هرات