د جمهور خبري آژانس مرکز 4 عقرب 1398 ساعت 7:42 http://jomhornews.com/ps/news/121653/ -------------------------------------------------- ولسمشرغني: سرليک : د بهرنیو ځواکونو کمېدل، د طالبانو له خوا د سولې په منلو پورې تړلې خبره ده -------------------------------------------------- افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شمېر راکمېدل، د طالبانو او د هغوی د ملاتړو له خوا د سولې په منلو پورې تړلې خبره ده. متن - منځ : افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شمېر راکمېدل، د طالبانو او د هغوی د ملاتړو له خوا د سولې په منلو پورې تړلې خبره ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې د اذربایجان پلازمېنه باکو کې د ناپیلو هېوادونو په اتلسمه ناسته کې د وینا پر مهال کړې. ولسمشر چې له جاپاچان څخه اذربایجان ته په یاده ناسته کې د ګډون لپاره ورغلی و و ویل، چې طالبان له نړیوالو ترهګرو سره اړیکه لري. نوموړي زیاته کړه، چې طالبان د نشه يي توکو کارو بار کوي، ترهګرو ته پټنځایونه ورکړي، ملکي وګړي وژني او د تاوتریخوالي او یجاړۍ فکر ته وده ورکوي. ښاغلي غني و ویل، که طالبانو او ملاتړو یې د افغان حکومت د سولې وړاندیز منلی وای اوس به په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر ډېر راکم شوی وو. د هغه په وینا اوس هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو راکمېدل د طالبانو او د هغوی د ملاتړو له خوا د سولې په منلو پورې تړلې خبره ده. افغان ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې افغانان د سولې د رهبرۍ لپاره چمتو دي او د سولې خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت مخ ته یو وړل شي. ولسمشر و ویل، چې حکومت سولې ته ژمن دی، پر طالبانو بیا د سولې غږ کوي او دغه راز د سیمې له هېوادونو غواړي، چې د ترهګرۍ پر ضد اقدامات وکړي. ښاغلي غني د خپلو خبرو په پای کې دا هم زیاته کړه، چې افغان ځواکونه اوس ډېر پیاوړي شوي او کابو ۹۰ سلنه عملیات خپله مخ ته وړي. جمهورخبري آژانس:کابل