د جمهور خبري آژانس مرکز 4 عقرب 1400 ساعت 9:28 http://jomhornews.com/ps/news/143956/ -------------------------------------------------- سرليک : روسیه د افغانستان په اړه په راتلونکې کې نورې غونډې جوړوي -------------------------------------------------- د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، مسکو پتیلې، چې د افغانستان په اړه په راتلونکې کې نورې غونډې او کنفرانسونه هم جوړ کړي. متن - منځ : د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، مسکو پتیلې، چې د افغانستان په اړه په راتلونکې کې نورې غونډې او کنفرانسونه هم جوړ کړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې کابلوف دا هم ویلي، چې مسکو د کابل لپاره د اقتصادي مرستو د جذب په لټه کې دی، نو له همدې کبله غواړي د دغه هېواد په اړه کنفرانسونه او غونډې ډېرې کړي. نوموړي زیاته کړې، چې سبا چهارشنبې د لړم ۵ مه به د ایران کنفرانس ترسره کېږي او ټاکل شوې چې په راتلونکې میاشت کې هم د افغانستان په اړه څو کنفرانسونه جوړ شي. کابلوف ټینګار کړی، چې نړۍ باید د افغانستان د بیا رغونې لپاره مرستې ډېرې کړي، له نوي حکومت سره دې مرسته وکړي او پر دوی دې فشارونه نه راولي. د روسیې استازی وایي، د نړۍ اوسنی چلند د افغانستان پر وړاندې د بشري ناورین سبب کېدلی شي، ځکه دمګړی په افغانستان کې د خوړو کمښت رامنځ ته شوی او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي. بلخوا کابلوف دا هم ویلي، چې روسیه به ډېر ژر افغانستان ته بشردوستانه مرستې ورسوي او د دې کار لپاره دفاع او روغتیا وزارتونه له وړاندې لاس په کار شوي دي. جمهورخبري آژانس:کابل