د جمهور خبري آژانس مرکز 27 ثور 1399 ساعت 10:06 http://jomhornews.com/ps/news/127891/ -------------------------------------------------- سرليک : بلخ کې د نباتي غوړیو یوې فابریکې بېرته فعالیت پیل کړ -------------------------------------------------- د مالیې وزارت وايي، په بلخ کې یې د پنبې او نباتي غوړیو فابریکه شاوخوا یوې لسیزې وروسته بېرته فعاله کړه او په کندوز کې به د سپین زر غوړیو فابریکه هم یو کال کې دننه بېرته پرانیزي. متن - منځ : د مالیې وزارت وايي، په بلخ کې یې د پنبې او نباتي غوړیو فابریکه شاوخوا یوې لسیزې وروسته بېرته فعاله کړه او په کندوز کې به د سپین زر غوړیو فابریکه هم یو کال کې دننه بېرته پرانیزي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د بلخ فعاله شوې فابریکه به په ۲۴ ساعتونو کې ۸ ټنه غوړي تولیدوي او ظرفیت به یې له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ ټنو پورې لوړ کړای شي. خبرپاڼه د مالیې د سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال له قوله وايي، د د کندوز د سپين زر غوړیو شرکت به په یوکال کې دننه فعاله شي چې د ورځې به د لس ټنه غوړیو تولید وکړي. نوموړي زیاته کړې، همدا راز به د ګلبهار دنساجۍ فابریکې په فعالولو سره هم په یو کال کې د ۵۰۰ زره جوړه کالیو د ګنډلو ظرفیت هم پیدا کړو. د یادونې ده چې د بلخ د غوړیو فابریکه د ازبکستان په مالي مرسته بیرته فعاله شوې چې د جګړو له کبله شاوخوا لس کاله له کاره لویدلې وه. جمهورخبري آژانس:کابل