د جمهور خبري آژانس مرکز 21 حمل 1399 ساعت 12:34 http://jomhornews.com/ps/news/126793/ -------------------------------------------------- سرليک : افغانستان کې د کرونا ۴۰ تازه پېښې ثبت شوې، ټولې ۴۸۴ شوې -------------------------------------------------- د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د کرونا ویروس ۴۰ نورې تازه پېښې هم ثبت شوي دي. متن - منځ : د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د کرونا ویروس ۴۰ نورې تازه پېښې هم ثبت شوي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د وزارت د معلوماتو پر بنسټ دغه ۴۰ پېښې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په دې سره په هېواد کې د کرونا ویروس اخته کسانو شمېر ۴۸۴ تنو ته ورسېده. په تازه ثبت شویو پېښو کې ۹ یې یوازې په کندهار ولایت او پاتې نور د کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې ثبت شوي دي. د یادونې ده، چې د کرونا له امله تر اوسه پورې د یوه ډاکتر په ګډون ۱۵ تنه مړه شوي او ۳۲ نور ترې رغېدلي دي. جمهورخبري آژانس:کابل