د جمهور خبري آژانس مرکز 27 حوت 1397 ساعت 13:38 http://jomhornews.com/ps/news/114598/ -------------------------------------------------- سرليک : کونړ کې د ملي امنیت یو مدیر وژل شوی دی -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو کونړ ولایت کې د ملي امنیت یو مدیر په ډزو وژلی دی. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو کونړ ولایت کې د ملي امنیت یو مدیر په ډزو وژلی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن دوشنبې د کب ۲۷ مه سهار د کونړ په مرکز اسعدآباد ښار کې رامنځ ته شوې ده. د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي، د ملي امنیت مدیر شفیع الله له کوره دفتر ته وران، چې نامعلومه کسانو پرې ډزې کړې او وژلی یې دي. نوموړي و ویل، چې برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو په اړه یې پلټنې روانې دي. تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی. تر پېښې وروسته یو شمېر کونړیانو په لاریون لاس پورې کړی دی. جمهورخبري آژانس:کونړ