د جمهور خبري آژانس مرکز 25 حوت 1397 ساعت 9:01 http://jomhornews.com/ps/news/114499/ -------------------------------------------------- سرليک : پر امریکا د محب تر نیوکو وروسته مننه -------------------------------------------------- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د افغان سولې په اړه پر امریکا تر نیوکو وروسته د دغه هېواد له سخاوته ډک ملاتړ څخه مننه کړې ده. متن - منځ : د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د افغان سولې په اړه پر امریکا تر نیوکو وروسته د دغه هېواد له سخاوته ډک ملاتړ څخه مننه کړې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی محب چې څو ورځې وړاندې د ملي امنیت شورا په غونډه کې د ګډون په موخه نیویارک ته تللی وو، د تېرې پنشنبې په ورځ په واشنګټن کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د افغان سولې لپاره د امریکا پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد توندې نیوکې وکړې. ښاغلي محب په خپلو خبرو کې وویل، چې د سولې په خبرو کې افغان حکومت څنډې ته کړی شوی دی او زلمی خلیلزاد په دغه خبرو کې د شخصي ګټو په لټه کې دی. نوموړي زیاته کړې وهخلیلزاد د افغانستان له حکومت نه د مشروعیت په اخیستلو سره په دې هیواد کې واک ته دې رسېدو په هڅه کې دی. د ښاغلي محب له دغه څرګندونې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سخت غبرګون وښود، هغه احضار کړ او ویې ویل، چې پر خلیلزاد برید د امریکا پر بهرنیو چارو وزارت برید دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا خبرداری هم ورکړی و، چې دغه ډول څرګندونې به د امریکا او افغانستان اړیکې او دغه راز د افغان سولې خبرې زیانمنې کړي. خو محب له دې نیوکو او د خپل سفر په پای کې د افغانستان څخه د امریکا د متحده ایالاتو "له سخاوته ډک ملاتړ" ارزښتناک وباله. ښاغلي محب په یو لړ پیغامونو کې چې په خپله ټویټر پاڼه یې خپاره کړي ویلي دي، افغانان به د ترهګرۍ سره په مبارزه کې د امریکا سره اوږه په اوږه ولاړ وي. هغه وړاندې زیاته کړېد امریکا د متحده ایالاتو سره زموږ اړیکې د افغانستان د دولت او خلکو لپاره ارزښتناکې دي او په ځانگړې بڼه زمونږ د وسله والو ځواکونو سره د امریکا د سخاوت ډک ملاتړ منندوی یو. د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ټینګار کړی، چې د دغه سفر په ترڅ کې یې د افغانانو مشروع اندیښنې او د افغانستان اصولي دریځ د امریکایي مقاماتو سره په کتنو کې څرګند کړی دی. هغه لیکليرښتینې سوله زموږ د خلکو فطري هیله ده، موږ د ٣٥ میلیون افغانانو په وړاندې چې صادقانه او دوامداره سولې ته په تمه دي او همداشان د خپلو شریکانو په وړاندې چې پدې هیواد کې یې پانګونې کړي مسولیت لرو. جمهورخبري آژانس:کابل