د جمهور خبري آژانس مرکز 6 سرطان 1398 ساعت 10:16 http://jomhornews.com/ps/news/117748/ -------------------------------------------------- سرليک : روسیه د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړوي -------------------------------------------------- د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، مسکو په پام کې لري، چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه یو بل نړیوال کنفرانس جوړ کړي. متن - منځ : د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، مسکو په پام کې لري، چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه یو بل نړیوال کنفرانس جوړ کړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې کابلوف ویلي دغه کنفرانس به د امریکا په ګدون جوړ کړي، چې په کې به چین، پاکستان او ایران هم ګډون ولري. که څه هم کابلوف د دغه کنفراس د جوړېدو کره نېټه نه ده په ګوته کړې، خو ویل کېږي، چې دا کنفرانس به په راتلونکې میلادي جولای میاشت کې جوړ شي. د یادونې ده، چې روسیې تر دې وړاندې په اپریل میاشت کې هم د افغانستان په اړه یو کنفرانس جوړ کړی وو. جمهورخبري آژانس:کابل